په پښتو لنډیو کې د ناوړو دودونو غندنه

نویسندگان

DOI::

https://doi.org/10.69892/jawzjanan.2024.25

کلمات کلیدی:

پښتانه, دودونه, فولکلور, لنډۍ

چکیده

لنډیز

دغه مقاله چې سرلیک يې «په پښتو لنډیو کې د ناوړو دودونو غندنه» ده، د لنډیو په پېژندنه پيل شوې ده، لنډۍ دپښتو ولسي ادب هغه ژانر دی، چې هر نارینه او ښځینه، ځوان او زوړ، نجلۍ او هلک يې پېژني او ورسره اشنا دي، چې په دې ژانر کې د ژوند د نورو اړخونو ترڅنګ د پښتنو د ناوړو دودونو یادونې هم شوي دي، دغه ناوړه دودونه د ټولنې لپاره د یوې بدې ناروغۍ په څېر دي، چې په ټولنه کې يې ريښې ځغلولي دي او هر وخت ترې پښتني ټولنه رنځ او تکلیف وړي، چې زما ددې څېړنې په پایله کې به ددې دودونو زیانونه په نښه او همدارنګه ددې ناوړه دودونو د قربانیانو غږ ته، چې د لنډیو په بڼه دی، انعکاس ورکړل شي، ترڅو په راتلوونکي کې ټولنه ددغې ناروغۍ څخه وژغورل شي، ددې څېړنې ډول کتابتوني او ساحوي دی، د لنډیو پېژندنې په اړه معلومات د کتابونو څخه وړاندې شوي او د موضوع اړوند لنډۍ د ساحوي څېړنې په پایله کې تر لاسه شوي دي او د متن سپړنې له روش نه پکې ګټه اخېستل شوې ده.

بیوگرافی نویسنده

هجرت الله قدردان، پوهنتون جوزجان

پوهنمل، پښتو څانګه، ښوونې او روزنې پوهنځی، جوزجان پوهنتون، شبرغان، افغانستان.

مراجع

الف) کتابونه

ازمون، لعل پاچا.(۱۳۹۵). پښتو فولکلوري ادبیات.کابل:پکتوس خپرندویه ټولنه،.

رشیدي، جمشېد.(۱۳۹۹). حماسي ادبیات.کابل:انتشارات نویسا.

روهي، محمدصدیق.(۱۳۹۴). فولکلور پېژندنه(سریزه او بیا کتنه: سیدغني غني).جلال باد:ګودر خپرندویه ټولنه.

زېور، زېور الدین. (۱۳۹۶). دپښتو ادبیاتو اصطلاحي قاموس.جلال اباد:مومند خپرندویه ټولنه.

سلطاني، رحمت الله شهبازخېل.(۱۳۹۵). د افغانستان د کلتور تاریخ.کابل:مستقبل خپرندویه ټولنه.

لایق، سلیمان.(بې تا). پښتو لنډۍ . پېښور: نیو کابل کتاب پلورنځی.

وفا، داود.(۱۳۹۳). دفوکلور پېژندنې لارښود. جلال باد: مومند خپرندويه ټولنه.

ب) مرکې

احمدي، عبدالکریم. استاد، ۳۳کلن، ماستر، ((په پښتو لنډیو کې د ناوړه دودونو یادونه))، هجرت الله قدردان، جوزجان، شبرغان. ۲۲/۱/۱۴۰۲.

خان ګل. بزګر، ۵۵کلن، نالوستی، ((په پښتو لنډیو کې د ناوړه دودونو یادونه))، هجرت الله قدردان، جوزجان، شبرغان. ۲۶/۱۲/۱۴۰۱.

دلسوز، جاوید. ریکشوان، ۳۰کلن، ۱۲ پاس،((په پښتو لنډیو کې د ناوړه دودونو یادونه))، هجرت الله قدردان، جوزجان، شبرغان. ۱۴/۱۲/۱۴۰۱.

عبدالجبار. بزګر، ۵۰کلن، نالوستی، ((په پښتو لنډیو کې د ناوړه دودونو یادونه))، هجرت الله قدردان، جوزجان، شبرغان. ۱۰/۲/۱۴۰۲.

لېوال، عبدالوکیل. استاد، ۳۳کلن، ماسټر، ((په پښتو لنډیو کې د ناوړه دودونو یادونه))، هجرت الله قدردان، جوزجان، شبرغان. ۲۲/۱/۱۴۰۲.

محمدیوسف. بزګر، ۴۵ کلن، ۱۲پاس، ((په پښتو لنډیو ک(ې د ناوړه دودونو یادونه))، هجرت الله قدردان، جوزجان، شبرغان. ۸/۲/۱۴۰۲.

##submission.downloads##

چاپ شده

2024-10-01