د مصطفی سالک د شعر ژبه

نویسندگان

DOI::

https://doi.org/10.69892/jawzjanan.2024.9

کلمات کلیدی:

استعاره, تخیل, تشبیه, شاعرانه ژبه, شعر

چکیده

لنډیز

شعر هغه مخیله وینا ده، چې د الفاظو له اوډون څخه رامنځته کېږي، طبیعي ده چې شاعرانه الفاظ ښکلي او زړه راښکونکي وي، هر شاعر هڅه کوي داسې شعرونه ولیکي چې شعرونه يې لوستونکي ولري، خو دا هم یوه څرګنده خبره ده، و شعر هغه وخت لوستونکي درلودای شي، چې ژبه يې ساده، روانه او خوږه وي، تر څو د لوستونکي پر زړه او ذهن اغېز وکړي، د اغېز خبره بيا د شاعر په فکر او نوښت پورې تړلې ده، د دې مقالې سرلیک د مصطفی سالک د شعر ژبه ده؛ د پښتو ژبې فکري او نوښتګر شاعر دی، د ده د آثارو په لوستلو د لوستونکو د ادبي تندې د ماتې ترڅنګ د معلوماتو زېرمه هم پیاوړې کېږي، نو ما هم په دې مقاله کې د ده د شعري کتابونو څخه هغه بیتونه غوره کړي دي؛ چې د بیاني ښکلاوو ترڅنګ ښکلي شاعرانه ترکیبونه، عبارتونه او اصطلاحات لري. د دې څېړنې په ترسره کولو سره به لوستونکي د شعري ژبې سره آشنا شي او له دې څېړنې څخه زما موخه د سالک د شعري ژبې ځانګړتیاوې، ادبي سبک او د موضوعاتو تحلیل دی، په دې څېړنه کې له تشریحي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده، چې د څېړنې ډول مې کتابتوني دی. د سالک شعرونه د طبیعت، عشق او انساني تجربو د تفکر انعکاس کوي، او له لوستونکو سره د یو ځانګړي احساس او تجربي ارتباط لري. دپایلې په توګه دا ویلای شو چې د ده شعرونه د احساساتو او تجربو یوه تازه او جذابه انځورگري وړاندې کوي. شعرونه یې د ژوند په مختلفو اړخونو، لکه عشق، درد، امید، تصوف او ټولنیزو مسایلو باندې تمرکز کوي. ښاغلي سالک پښتو ادب ته د شعر وشاعرۍ ترڅنګ ګڼ هنري نثري آثار هم ډالۍ کړي دي او  پښتو ژبې او ادب ته يې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.

بیوگرافی نویسنده

عبدالکریم احمدی، پوهنتون جوزجان

پوهنمل، پښتو څانګه، ښوونې او روزنې پوهنځی، جوزجان پوهنتون، شبرغان، افغانستان.

مراجع

آزمون، لعل پاچا. (۱۳۹۷). د پښتو نظم پوهنه. جلال آباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.

آزمون، لعل پاچا. (۱۳۹۹). شعرپوهنه. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

ترابي، محب الله. (۱۳۹۶). د غزلبڼ ادبي عظمت.کندهار:عرفان خپرندویه ټولنه.

درمل، احسان الله. (۱۳۹۵). شعرستان. کندهار: بېنوا فرهنګي ټولنه.

رستګار فسایی، منصور. (۱۳۸۰). انواع شعر فارسي. شیراز: انتشارات نوید شیراز.

رشیدی، جمشید. (۱۳۹۷). ادب تیوري. کابل: نویسا خپرندویه ټولنه.

سالک، مصطفی. (۱۳۹۳). سپرلی په خال کې: دانش خپرندویه ټولنه.

غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۳). جادوګرهنر. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

وفا، محمدداود. (۱۳۹۸). د پښتو معاصر ادب تاریخ څلورم پړاو. دویم چاپ. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

هاشمي، سیدمحی الدین. (۱۳۹۵). ادبي تیوري. جلال آباد: میهن خپرندویه ټولنه.

##submission.downloads##

چاپ شده

2025-02-09