د کيفيت لوړونې په برخه کې د معياري ژبې ونډه
DOI::
https://doi.org/10.69892/jawzjanan.2026.103کلمات کلیدی:
ژبه, کيفيت, لوړونه, مفاهمهچکیده
دا مقاله د ژبې ونډه او اغېز د کيفيت لوړونې په بهير کې تر څېړنې لاندې نيسي، ژبه يوازې د افهام او تفهيم وسيله نه ده، بلکې د هر ډول علمي، اداري او مسلکي بهير بنسټ جوړوي، د دې مقالې څخه څرګنديږي چې د کيفيت لوړونې په پروسه کې د پاليسيو، تګلارو، معيارونو، اجراتو او ارزونو لپاره ژبه اساسي وسيله ده، ځکه چې دا د وضاحت، مفاهمې او معلوماتو د دقيق انتقال وسيله ده. دا مقاله روښانه کوي چې معياري ژبه د اعتبار، روڼتيا او باور جوړونې مهم فکتور دی، که ژبه روښانه، ساده او د مخاطب له اړتياو سره برابره نه وي، نو د کيفيت لوړونې پروسه له خنډونو سره مخ کېږي، همدا راز، ليکوال د ژبې تاريخي، ټولنيز او کلتوري ارزښتونه بيانوي او دا پایله ترې اخیستل کېږۍ، چې ژبه د يو قوم د هويت او بقا نښه ده. همدا راز ياده مقاله د لوړو زده کړو، ښوونيزو موسسو، او اداري سازمانونو په برخه کې د کيفيت لوړونې د اهميت او د ژبې مستقيمې اغېزې ته اشاره کوي او همدا راز په دې ټينګار کوي چې بې له معياري ژبې څخه پرته د اسنادو، راپورونو او طرزالعملونو کيفيت نه ټيټېږي، بلکې د موخو ترلاسه کول هم ستونز منېږي. په پای کې په ياده څېړنه کې دې پايلې ته رسېږو چې ژبه او کيفيت لوړونه يو له بله نه جلا کېدونکي مفاهيم دي او د پرمختللو، معتبرو او پايدارو سيستمونو لپاره لازمي ده چې ژبه د معيار، وضاحت او مفاهمې د قوې وسيله په توګه و پېژندل شي او بعير له ژبې نه شو کولای چې يوه منظمه او پر مختللې اداره ولرو.
مراجع
اخلاص، نظيفه.(۱۳۹۶). پښتو ژبې تاريخ. کابل: انتشارات نويسا.
خوېشکی، محمد صابر.(۱۳۹۲). پښتو غږپوهنه او وييپوهنه. جلال اباد: ختيځ خپرندويه ټولنه.
رښتين، صديق الله.(۱۳۷۲). پښتو ګرامر، پيښور: يونيورسټي بوک ايجنسي.
غوربندی، ميراجان.(۱۳۹۷). تاريخي او مقايسوي ژبپوهنه. کابل: نويسا خپرندويه ټولنه.
همکار، محمد ابراهيم. (۱۳۹۴). وزنپوهنه، جلال اباد: ختيځ کتابپلورنځی.
همکار، محمد ابراهيم.(۱۳۹۵). ادبي کره کتنه، جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
Adapted from Durmuş Şenyapar, H. N., & Bayındır, R. (2024). Quality assurance in higher education in the 21st century: Strategies and practices for new generation universities. Higher Education Governance & Policy, 5(2), 115-133.
Quality assurance. (2023). Investopedia. https://www.investopedia.com/terms/q/quality-assurance.asp
Smartling. (2023). what is linguistic quality assurance (LQA)? Smartling.





